ایکنانیوز د آناتولي له قوله راپور راکړی چې خدای بخښلی فلسطینی شاعر محمود درویش، د فلسطین په شمال کې د البروة کلی زوی، د غنمو په ویږي سره شعرونه وئیل. هغه پخپل یوه شعر کې وائي؛ مونږ د ګل عاشق یو، خو د غنمو غونچې سره سره زیاته مینه لرو او ورڅخه لا پاک دی. مونږ د ګل د بوی عاشق یو، مګر د غنمو د بوټي ګلان ورڅخه پاک دي. زه دغنمو د غونچې ویږی په لاس کې اخلم، ګواکې خنجر مو په غېږ کې نیولی » د فلسطینی هنرمند حسام عدوان، په اړه، خو هغه له دغنمو ننقشې انځوروي. د هغه په دغو هنری آثارو کې د غنمو غونچه او ویږی او ډونډی ځلیږي او د هنر په یوه بل ډول کې د هنرمند ؛آرمان؛ مسجم کوي.
عدوان ، د غزې تړنګې په جنوب کې، په رفح کې په خپل کور کې له خپلې یوکوټې څخه د خپلو نقاشیو لپاره د ورکشاپ په توګه استفاده کوي،چې دیوالونه ئې ښکلي او ډک کړي دي.
په لومړي نظر کې، ښکاري چې دا نقاشي د ماډرن وسیلو سره نځور شوې ده، خو کله چې ورته نږدې کېږئ، د هنرمند د لاس مهارت نوره هم ځلیږي او د انسان حیرانتیا نوره هم زیاتیږي چې د غنمو د ویږي او غونچې په تر ټولو ښکلې بڼه کې کیښودل او منظمول وویني.
حسام عدوان علاوه پر دې چې دا هنر د تفریح په توګه ترسره کوي او له لارې ئې د تفریح او خلاقیت او انرژۍ د خلاصولو موقع ترلاسه کوي د وحشي اسرائیلي رژيم له خوا دکلابندۍ او وحشي ډوله جنګ په پړاؤ کې له خپل دغه هنره د پنځه کسیزې کورنئ خرڅ او د خبل معاش سرچینې په توګه هم استفاده کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4311547